| هغه
درسی او روزنیز مواد چی تاسی یې دلته ګوری
او ورسره مخ کیږی ، البته تاسی کولای شی چی
دغه مواد په وړیا توګه و خپل کمپیوټر ته نقل
کړی، په اصل کی د هغو کسانو لپاره دی چی
د ټولنی لپره کار کوی. تاسی به همدارنګه
دلته د ځینو تلنلارو، ستراتیژیو، تدبیرونو،
ځینی تعلیمی نصابونو، ادارې او پلان جوړنی
په اړه مواد پیدا کړی کوم چی د هغو ډلو لپاره
چی غواړی د ټولنی د واکمنۍ، تقویې او ودی
او انکشاف په هکله کار وکړی ګټوور دی. |
| هغه
ستراتیژۍ او کړنلاری چی دلته بیان شوی دی
د روایتی او مروجو ټولنیز پرمختیایی تکنیکونو
څخه توپیر لری. دوی د ښاری کیدنی اړخ ته په
ځانګړی پاملرنه سره او د خپله چاره کوونکو
ډلو په سمبالولو او چمتو کولو سره د عملی
ګامونو درلودونکی اداری روزنه او تربیه هم
په ځان کی لری کوم چی د ټولنی د غړو او د هغوی
د مشرتابه لپاره په نظر کی نیول شوی دی، او
همدارنګه د ټولنی د منظم کیدو او تشکیلیدو
کړنلاری او طریقی هم په پام کی نیول شوی دی
کوم چی د ننی په بیړنی توګه ښاری کیدونکې
نړی لپاره وړ او مناسبی دی. نوری موضوعګانی
او عنوانونه لکه د غربت ختمیدنه، جنسی ستراتیژی،
مرسته کوونه، د عایداتو او درامداتو لاس
ته راوړنه او تولید، د ظرفیتونو وده او پیاوړی
کول، څارنه، فکر او تجویز کول، ټولنیز ګډون
کوونه، ټولنیزه پارونه او خوځوونه، وییزه
او شفاهی ژبه ذده کول او واکمن او تقویه کیدل
هم پکښی شامل دی. تشریح. |
| دغه
ویب سایټ د ټولیزی اداری پروګرام یو ضمنی
محصول دی. (سی ایم پی) په اصل کی د ډانیډا
په مالی مرسته جوړ شوی (ډنمارک) د هبیتات
د مووسسی له اړخه طرح شوی ( د ملګرو ملتونو
د انسانی استوګنی لپاره جوړ شوی مرکز).
یو.این.سی.ایچ. ایس مووسسی خپل ګډون په اوګنډا
کی په اکتوبر کال ۱۹۹۸ کی پای ته ورسوی، او
همدارنګه ډآنیډا خپل ګډون د هبیتات د سی.ډی.پی
(ټولنیز
پرمختیایي پروګرام) په کال ۱۹۹۹ کی پای
ته ورسوی. وګووری د اوګنډا
د پروژو اسناد او ارشیف. |
| خو
سره له دی بیا هم دغه ویب سایټ د "سیټل کمیونټی
نیټورک" د ښی ارادی او نیکی هیلی پر اساس خپل
کار ته دوام ورکړی دی. (SCN) کوم چی یی د
۱۹۹۶ کل څخه د کوربه دنده په غاړه لری.
دغه د فیل بارټل لخوا ساتل کیږی(CTA of CMP
Uganda 1994/98)
راپورونه د اسنادو په ډول ساتل کیږی. و
دغه درسی او روزنیز موادو ته به همدارنګه
توجه او مرکزیت ورکول کیږی کوم چی تاسی کولای
شی چی کمپیوټر ته یي نقل کړی، چاپ یي کړی،
ویي ژباړی، کوم چی د مدیرانو، ریسانو او ټولنیزو
کاریګرانو لخوا د ځايی او محلی ودی او انکشاف
لپاره استعمالیدلای شیاو مواد يی نوی کیږی،
اصلاح کیږی او نوی مواد ور زیاتیږیځکه
چی د پنځو لیو وچو یا قارنونو کی د وګړو لخوا
ډیر ستایل شوی او غوښتنه يی کیږی. وګوری
ډلییز
ټولنیز واکمنی او تقویه. |